ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړ، هندی لومړی وزیر پرون په سپينې ماڼۍ کې په خبری کنفرانس کې د مسلمانانو په ضد پخپل هیواد کې دهرډول توپیر شتون رد کړ.
هغه دهندی مسلمانانو په ضد دتوپير او د بشری حقوقود خلاف ورزۍ په باب د موجودو راپورونو په هکله د یوه امریکائي خبریال دپوښتنې په ځواب کې ووئيل، له اجتماعي ،عقیدتي ،مذهب او جنسیّتي پرګنو چې ورتیر شو،اصلا دتوپير لپاره هیڅ ځای نشته.
داپه داسې حال کې دي چې ډیری راپورونه په وروستیو کلونو کې ددغې ادعا په اپوټه انعکاسونه لري.
هندوستانو کلونه کلونه کیږي چې د مسلمانانو په ضد تاؤتریخجنو او کړؤنکو پراخو اقداماتو کتونکی دی چې تر شا ئې یوه افراطي هندو وسله واله ډله ده چې د هندواته توکمپاله نظریې څخه پيروي کوي. او دا راپورونه هم رارسیږي چې دهمدغه مودي په مشرۍ واکمن بهارتیه جنتا ګوند یا بې جې پي هم د غیر انساني او افراطي هندوانو بشپړ ملاتړ او پشتیباني کوي.
دهندوستان د بشری حقوقو ادارې هم وائي چې ددغې افراطي هندوانو ډلې چې واکمن بي جې پي ګوند ئې بشپړ ملاتړ کوي، دهغې نظرئې پيروي کوي ګې واکمن لوری په تیره بیا نریندرا مودي ئې هم پيروي کوي او موخه ئې ددغه هیواد له نورو لږکیو د هندوانو برلاسه ښودل دي.
په هندوستان کې د مسلمانانو آبادي ددغه هیواد کابو دیارلس فیصدي نفوس جوړوي او کابو درې سوه پنځوس میلیون کسانو ته رسیږي.
ملی پال هندو نریندرا مودي،پر تاؤتریخوالو د برغولي په کیښودلو تورن شو او په موقته توګه متحده ایالاتو ته له واریدیدا منع شو ،خو له دې وروسته په ۲۰۱۲کال برَي شو او په ۲۰۱۴کال کې د هند دحکومت لومړی وزیر وټاکل شو او پر لږکیو په تیره بیا پر مسلمانانو ئې ان تر نن ورځې پورې رڼا ورځ تورتمه کړې ده، البته په سپينې ماڼۍ کې ئې هم هڅه کړې ده چې دنیا ته رڼا ورځ تورتمه وبریښوي.
https://iqna.ir/fa/news/4149696